slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فراه ولایت والي مولوي غوث الدین "رهبر" د اسد ۲۴ د مبارکي فتحې د لمانځنې په مناسبت د جوړې شوې کمیټې له مسؤل محمد عبدالحی "سباون" او د یادي کمیټې له غړو سره ځانګړې ناسته په داسې حال کې ترسره کړه چې د ولایت مقام د دفتر رئیس رحمت الله "غورځنګ" هم ګډون درلود.

په ناسته کې والي "رهبر" وویل چې دا پرتمینه ورځ باید ولس او نظام په ګډه، په ښه خوښۍ او ویاړ سره ولمانځي. هغه زیاته کړه چې اړوند ادارو ته به سپارښتنه وکړي څو له کمیټې سره پوره همکاري وکړي. 

دا رنګه ښاغلي "رهبر" د جیدو علماوو، قومي مخورو او نعت ویونکو ونډه مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د تېر جهاد او قربانیو پایلې دې ولس ته په سمه او روښانه بڼه ورسول شي. همداراز یې د غونډې د ښه تنظیم او ترتیب په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

بل لور ته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس او د کمیټې مسؤل محمد عبدالحی "سباون" په خپلو خبرو کې وویل چې د دې ورځې د لمانځغونډې لپاره به بشپړ چمتووالی نیسي او د کمیټې د غړو په ملتیا به خپل ټولې هڅې وکړي څو د یادي پرتمینې غونډې ښکلا نوره هم زیاته کړي.