ننګرهار کې د اوروژنې مدیریت پر وخت غبرګون سره د روغتون له ډیپو څخه د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي له سوځېدو څخه وژغورل شول
د ننګرهار ولایت د اوروژنې مدیریت د برق د شارټۍ له امله رامنځته شوې د اورلګیدنې پېښه چې د جلال آباد ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند د بي بي فاطمه الزهرا روغتون د درملو په ډیپو کې رامنځته شوې وه پر وخت مهار کړه.
په دې پېښه کې نږدې ۲ لکه افغانۍ مالي تاوان شوی، خو شاوخوا ۴ میلیونه افغانۍ ارزښت لرونکي درمل او نور توکي ژغورل شوي دي. د انساني تلفاتو راپور نه شته. اوروژنې مدیریت یو ځل بیا خپل چمتووالی اعلانوي خو له خلکو غواړو چې د برېښنایي وسایلو او ورته امکاناتو په کارولو کې لازم احتیاط ته پام وکړي.