تاجک ولسمشر له افغانستان سره پر پوله د څار او امنیت په موخه د روسيې له ولسمشر پوتین سره خبرې کړې دي.
تاجکستان له افغانستان سره د پولې وضعیت خرابېدو وروسته، له روسیې او د ټولیز امنیت تړون له سازمان سره د ګډ څار او ګډو ګزمو د پيل لپاره خبرې پیل کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، په تېرو اووه ورځو کې د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې په دوو جلا امنیتي پېښو کې پنځه چینايي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. چین خپل وګړي چې په کان کیندنه او سوداګرۍ کې په پوله کې فعالیت کوي، د خوندیتوب له امله د سیمې پرېښودو ته اړ کړي دي.
د تاجکستان د امنیت شورا یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چارواکي یې له روسیې سره د دې پر امکان خبرې کوي چې د مسکو له پوځي اډې ځواکونه د پولې په اوږدو کې د ګډې ګزمې لپاره واستول شي. سرچینې زیاتوي چې ممکن روانه اوونۍ پرېکړه بشپړه شي.
د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې دوو نورو سرچینو هم تایید کړې چې د مذاکراتو د بریا په صورت کې روسیه به د چورلکو له لارې د ګډې څار عملیاتو کې مرسته وکړي. دغه پوله چې ۱۳۴۴ کیلومتره اوږدوالی لري، غرنۍ او د امنیتي ننګونو ډکه سیمه بلل کېږي.
سره له دې چې د روسیې او تاجکستان دفاع وزارتونو د خبرو په اړه تبصره نه ده کړې، خو تاریخي مخینه ښيي چې د ۲۰۰۰مې لسیزې تر لومړیو پورې د روسیې پوځیان د تاجکستان د پولې په ساتنه کې رغنده رول درلود، څو له ۲۰۰۵ کال وروسته دا مسوولیت په بشپړ ډول تاجکستان پر غاړه واخیست.
دغه پرمختګونه په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پرون د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین سره په ټیلیفوني خبرو کې د پولې امنیت، سیمهییزې همکارۍ او د وروستیو پېښو پر اغېزو بحث کړی و.
متقي د چینايي وګړو وژل او ټپي کېدل غندلي او ویلي یې دي چې «ځینې کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو مثبتو اړیکو ته ضرر ورسوي».
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د «مثبت تعامل» غوښتونکی دی او هغه ډلې ردوي چې د اړیکو خرابولو هڅې کوي.
دا مهال د پولې امنیتي وضعیت د سیمې لپاره مهم بحث ګرځېدلی او د ګډو ګزمو احتمالي پیل د سیمهییزو امنیتي ترتیباتو په نوي فصل بدلېدلی شي.


