slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت له لوري قاري صلاح‌الدین «ایوبي» د لوګر د نوي والي په توګه وپېژندل شو. دغه مراسم نن سهار د لوګر ولایت مقام کې د یو رسمي غونډې په ترڅ کې ترسره شول.

د پېژندغونډې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت لومړي معین مولوي محمد نبي «عمري»، د یاد وزارت د تأمیناتو معین مولوي عبدالله مختار «حسیني»، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله «عمري»، د کډوالو وزارت معین مولوي عبدالرحمن «راشد»، د لوګر پخوانی والي الحاج شیخ ضیاءالرحمن «مدني»، او ګڼ شمېر ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت د حافظ سعیدالرحمن «قادري» ریس د عامې روغتیا له خوا پرانیستل شوه.

د کورنیو چارو وزارت لومړي معین مولوي محمد نبي «عمري» په خپلو خبرو کې د پخواني والي له خدمتونو قدرداني وکړه او د نوي والي ټاکنه یې د ځایي ادارې د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله. هغه زیاته کړه چې لوګر یو مهم ولایت دی او یو مسؤل، ژمن او کارا مدیریت ته اړتیا لري.

د لوګر نوی والي قاري صلاح‌الدین ایوبي، د امارت له رهبرۍ د باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خدای (ج) پر توکل، د ولس په همکارۍ او د مسؤلینو په همغږۍ به د امنیت، خدمت او اقتصادي پراختیا لپاره خپل ټول توان وکاروي.

په مراسمو کې د لوګر پخواني والي شیخ ضیاءالرحمن مدني هم خبرې وکړې. نوموړي د خپلې دورې د تجربو یادونه وکړه، له خلکو، ادارو او مسؤلینو یې د همکارۍ مننه وکړه او بخښنه یې وغوښته که چیرې له ده څخه په ماموریت کې کومه سهوي تېروتنه شوې وي.

د لوګر د علماوو شورا رئیس الحاج شیخ محمد شریف حقاني او یو شمېر نورو علماوو هم غونډې ته وینا وکړه او د نیکې رهبرۍ، تقوا، مسؤلیت، یووالي او د خلکو د خدمت پر اهمیت یې خبرې وکړې.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د پخواني والي شخصیت متواضع، خدمت‌کاره او د خلکو د خیر غوښتونکی وباله او د نوي والي د ټاکنې هرکلی یې وکړ، نوموړی یې تجربه‌لرونکی او ژمن شخصیت وباله.

غونډه د استیناف محکمې د رئیس له لورې د دعا په تلاوت سره پای ته ورسیده.