فراه کې د ۲۰۲۵ کال د ثبت شویو کلبونو (انټرکلب) کرکټ سیالۍ پیل شوې
فراه ولایت کې د ۲۰۲۵ کال ثبت شویو کلبونو ترمنځ کرکټ سیالۍ د رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. د فراه د کرکټ بورډ آمر عبدالرازق عزيزي باختر خبري آژانس ته وویل، چې دا څه باندې یوه میاشتنی لیګ، د افغانستان د کرکټ بورډ په لارښوونه او د فراه کرکټ آمریت د کلني پلان له مخې پیل شوی، څو له همدې سیالیو څخه غوره لوبغاړي د دویمې درجې ولایتي سیالیو ته وروپېژندل شي.
د نوموړي په وینا، په دې سیالیو کې ۱۲ رسمي ثبت کلبونه په دوه ګروپونو (الف او ب) وېشل شوي، چې په هر ګروپ کې ۶ کلبونه شامل دي، او ټولټال ۲۱۶ ځوان لوبغاړي پکې برخه لري.
له کندهار څخه راغلی تجربهکار لوبڅار شفیق آغا، چې د سیالیو د ښه تنظیم لپاره فراه ته استول شوی، د فراهي لوبغاړو اصولي او منظمې لوبې وستایلې. نوموړي وویل: "فراهي لوبغاړو د پخوا په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی، او که پر دوی لا ډېر تمرکز وشي، نو لا هم غوره به وځلېږي."
دغه راز، دوه لوبغاړي سمیعالله صمیم او نقیبالله الفت د دې سیالیو له پیل څخه خوښي وښوده او ویې ویل، چې دا ډول سیالۍ د کرکټ د پراختیا، ځوانانو ترمنځ د پېژندنې، یووالي او له ناوړه کړنو د مخنیوي لپاره خورا ګټورې دي.
دوی غوښتنه وکړه، چې که په فراه کې د کرکټ معیاري روزنتون، مناسب لوبغالی او خاورین ډګرونه جوړ شي، دا به د لوبغاړو د استعداد وده نوره هم چټکه کړي.
باید وویل شي، چې په دې ۴۰ آوريزو سیالیو کې د فراه د مرکز تر څنګ د بېلابېلو ولسوالیو لوبډلې هم ګډون لري.