په لومړي ځل د (٢٧٠) میلیونو افغانیو په ارزښت د پوهنتونونو لپاره لابراتواري وسایل وپېرل شول
د هېواد د لوړولو زده کړو وزارت وياند حافظ ضياء اللّٰه هاشمي پخپله ايکس پاڼه ليکلي؛لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د لومړي ځل لپاره د (٢٧٠) میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول.
نوموړي زیاته کړې په دغه لابراتواري وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجروبو لپاره کیمیاوي مواد شامل دي، چې ډېر ژر به تحصیلي نهادونو ته د استفادې په پار ولېږل شي، چې ورسره به په هر امارتي پوهنتون کې د زده کړيالانو د عملي زده کړو لپاره مجهز لابراتوارونه فعال شي.