slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د انګلستان په ختیځ کې د اورګاډي د یوې پېښې په ترڅ کې څو تنه مساپر د چړې په بریدونو ټپیان شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، دا برید د شنبې په ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې د پیټربورو او هنټینګډن تر منځ پر یوه روان اورګاډي کې شوی دی.

د کیمبرج‌شېر سیمه‌ییز پولیس وایي چې د بیړني زنګونو له ترلاسه کېدو وروسته د ځانګړو ځواکونو ډلې په چټکۍ سره د پېښې ځای ته ورسېدې او اورګاډی یې په منځ‌لاره کې ودراوه. د پېښې له ځایه دوه مشکوک کسان نیول شوي او څو ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو د پېښې له امله د ښار مرکزي سړکونه د لنډ وخت لپاره تړلي او په سیمه کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

عیني شاهدانو ویلي، برید د اورګاډي دننه د مسافرو ترمنځ د سختې ګډوډۍ لامل شو. یو تن مسافر ویلي: “هرڅه ډېر ژر پېښ شول، خلک چیغې وهلې او هڅه یې کوله ځان وژغوري.”

د چارواکو په وینا، د برید انګېزه لا روښانه نه ده، خو د ترهګرۍ احتمال په لومړیو پلټنو کې رد شوی. د پیټربورو ښار د پولیسو قوماندان ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د عامو خلکو خوندیتوب یې لومړیتوب دی.

د انګلستان لومړي وزیر، سر کی‌یر سټارمر، دا پېښه “د اندېښنې وړ تاوتریخوالی” بللی او له امنیتي ځواکونو سره یې د خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.