د بلخ د قبایلو چارو ریاست؛ ګڼو خپلمنځي دوښمنیو ته مو رسېدنه کړې.
د بلخ د قومونو،قبایلو او سرحداتو رباست په تېرو دوو میاشتو کې د مزارشریف ښار او د دې ولایت د ولسوالیو په کچه د شپږ ویشتو (۲۶) تنو د قتل او دښمنۍ قضیو ته د رسېدنې خبر ورکړی دی.
مولوي سردار محمد محمدي، د بلخ ولایت د اقوامو، قبایلو او سرحداتو ریس، وایي چې سږ کال د تېر کال په پرتله ډېرې قضیې حل شوي او دوی تل هڅه کوي چې دښمنۍ ختمې او خلکو تر منځ دوستي او ورورولي راولي.
یو تن د بلخ ولایت د قومونو له مشرانو څخه وایي چې د قومي جرګو له لارې، هغه کورنۍ چې له پخوا نهیې د یو بل سره دښمنۍ لرلې، دې جرګو ته راځي او د هغوی ترمنځ اختلافونه حل کېږي.
نوموړی همدارنګه د اقوام او قبایلو ریاست کړنې ستایي او وایي چې په وروستیو کې ډېرې دښمنۍ پای ته رسېدلي دي.
یاده دې وي چې په تېرو میاشتو کې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د دولت او سیمه ییزو خلکو له خوا قومي جرګې جوړې شوي وې، څو د کورنیو ترمنځ دښمنۍ ختمې کړي.