موسی کلا ولسوالۍ کې د موټرو لپاره نوی رسمي تمځای پرانیستل شو
هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ کې د موټرو لپاره نوی جوړ شوی رسمي تمځای "اډه" د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې نن رسمآ پرانیستل شو.
د تمځای د پرانیستې په مراسمو کې د هلمند ولایت د ترانسپورټ رئیس الحاج مولوي سید سبحاني آغا، د موسی کلا ولسوالۍ مرستیال مولوي محمد حسن "مامک"، د امنیه قوماندانۍ مرستیال ملا عبدالنصیر "ثاني"، د استخباراتو مرستیال قاري مصطفی آغا، د ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد آغا، د ترانسپورټ آمر حاجي سجاد، او یو شمېر نور چارواکي، علماء کرام، موټر چلوونکي او عام خلک حاضر وو.
د ترانسپورټ رئیس د یاد تمځای جوړول یو مهم، ضروري او ولسي خدمت وباله او وویل چې دا پروژه د موټرو د نظم، د ترانسپورټ د تنظیم او د خلکو د اسانتیا لپاره یو عملي ګام دی. نوموړي زیاته کړه چې دا تمځای پر لس (۱۰) جریبه مځکه، د پنځه (۵) میلونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی او اوس د عامې ګټې لپاره خلاص شوی دی.
مولوي سبحاني آغا د موسی کلا ولسوالۍ له مسؤولینو مننه وکړه چې د یادې پروژې په تطبیق، همغږۍ او رسمي منظوري کې یې بشپړه همکاري کړې ده.
په غونډه کې د موسی کلا ولسوالۍ مرستیال هم خبرې وکړې او د ترانسپورټ ریاست هڅې یې وستایلې. هغه وویل چې دا ډول رغنیزې پروژې د نظم، پرمختګ او ولسي اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.