slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پر اړه د جو بایډن پخوانۍ تګلاره یو ځل بیا په کلکه وغندله او ادعا یې وکړه چې په تېرو کلونو کې امریکا ته داسې کسان لېږدول شوي چې هلته د اوسېدو وړتیا نه لرله.

ټرمپ په تازه څرګندونو کې د واشنګټن د هغه برید یادونه وکړه چې درې ورځې وړاندې یو افغان د ملي ګارډ پر سرتېرو ترسره کړ. نوموړي ویلي چې دا ډول پېښې د بایډن د ادارې د «سست مدیریت» پایله ده.

خو د امریکا د کډوالۍ اړوند بنسټونه او د بشري حقونو څارونکي ټینګار کوي چې دغه برید یو فردي عمل و او د یوه کس چلند باید د ټوله افغان ټولنې د قضاوت سبب نه شي.

د اسوشیټډ پرېس وروستي راپورونه ښيي چې بریدکوونکی رحمن لکڼوال د جدي رواني ستونزو له کبله له ډېرو ټولنیزو فعالیتونو لرې پاتې کېده او ډېر وخت په کور کې یوازې و.