slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وخت د نوبل د سولې جایزې ګټونکی کېدای شي چې د غزې جګړه پای ته ورسوي.

مکرون چې په نیویارک کې له خبریالانو سره په خبرې کې ټینګار کړی، چې د جګړې د درېدو لپاره باید پر اسراییل فشار راوړل شي، څو په غزه کې روانه جګړه پای ومومي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي: «ټول په دې نظر دي چې زه باید د نوبل جایزه ترلاسه کړم.»