د غزې ټولوژنه؛ تر اوسه ۲۰ زره فلسطیني ماشومان وژل شوي
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې (سیف د چلډرن) خبر ورکړی چې د غزې پر تړانګه د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان وژل شوي دي. د دوی په وینا، په اوسط ډول هر ساعت یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې په دې کې څه باندې زر ماشومان دي چې عمرونه یې له یوه کلنۍ کم دي.
دغه اداره همداراز څرګنده کړې چې په غزه کې زرګونه نور ماشومان تر خاورو لاندې ورک دي او زرګونه نور بیا د بریدونو له امله معلول شوي دي.
په همدې حال کې، اسرائیلي پوځ د غزې اوسېدونکو ته د بېځایه کېدو خبرداری ورکړی، چې د مصر او متحده عربي اماراتو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده. مصر په خپل رسمي دریځ کې ویلي چې د غزې د خلکو بېځایه کول د منلو وړ نه دي او اسرائیل باید دا کار ونه کړي.
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو دوام د نړیوالو غبرګونونو سره سره هره ورځ د ملکیانو د وژل کېدو لامل ګرځي او سیمهییز او نړیوالې ادارې د بشري حقونو د خونديتوب په اړه اندېښنې څرګندوي.