تسنیم خبري اژانس؛ فردو تاسیسات روغ دي، ټرمپ دروغ وايي
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر لخوا د ایران د فردو د اټومي تأسیساتو د ویجاړولو ادعاوې بې بنسټه دي. د تسنیم خبریال چې د برید له اعلان وروسته سیمې ته ورغلی و، راپور ورکوي چې د فردو سیمه د تل په څېر آرامه ده، هېڅ ډول چاودنه، اور یا تخریب نه دی لیدل شوی، او خلکو هم د شپې د معمول غږونو پرته کومه غیرعادي نښه نه ده لیدلې.
سیمهییز چارواکي هم وایي چې د تأسیساتو جوړښت ته هېڅ لوی زیان نه دی رسېدلی او ټولې لارې خلاصې دي.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ډاډ ورکړی چې د سیمې هوا او چاپېریال خوندي دی، او هېڅ ډول راډیواکټیف ککړتیا نه ده ثبت شوې.
خلک دې د ناسم تبليغاتو پر وړاندې هوښیار اوسي او له رسمي سرچینو څخه مالومات ترلاسه کړي.