slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له «وال سټریټ ژورنال»ورځپاڼې او د هغې له مالک «روپرټ مرډوک»، او د «ډاو جونز»ادارې پر ضد د ۱۰میلیارده ډالرو تاوان دعوه کړې ده.

د راپورونو له مخې، دا قضیه وروسته له هغه راپورته شوه چې دغه ورځپاڼې ادعا وکړه، چې ټرمپ په ۲۰۰۳کال کې بدنامه «جیفري ایپسټین» ته د هغه د پنځوس کلنۍ کلیزې په مناسبت یو کارت استولی و.

په یاد شوي کارت کې لیکل شوي وو: «جیفري، زموږ ترمنځ ډېر شیان شته، د ژوند مانا باید یوازې لاسته راوړنې نه وي، بلکې له دې ډېر ژور مفهوم ولري، کلیزه دې مبارک وي، هیله لرم چې هره ورځ دې له زړورو رازونو ډکه وي.»

ورځپاڼې ادعا کړې چې دوی یو ټایپ شوی لیک هم لیدلی چې پر هغه د یوې بربنډې مېرمنې عکس انځور شوی او د لیک پای کې د ټرمپ له خوا "ډونلډ" لاسلیک شوی و.

خو ټرمپ دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې نه یې دا لیک استولی او نه یې دا انځور جوړ کړی.

هغه ټینګار کړی چې دا ادعاوې دروغجنې او سپکونکي دي، او له همدې امله یې دعوه د فلوریډا په سډرن ولسوالۍ محکمه کې ثبت کړې ده.

ټرمپ د فاکس کارپورېشن مشر، روپرټ مرډوک، په ځانګړي ډول یاد کړی او ویلي یې دي:«زه غواړم،مرډوک په محکمه کې ووینم چې څنګه شاهدي ورکوي، دا به یو ډېره په زړه ‌پوري تجربه وي.»

ټرمپ زیاته کړه چې مخکې له دې یې د ورځپاڼې مسولین، ایډیټور او مالک خبر کړي وو چې دا لیک نه خپروي، ځکه دا د دروغو یو بشپړ انبار دی. ده وویل، نه یې کله تصویر جوړ کړی او نه هم د ښځو انځورګري کوي.

هغه دا هم وویل چې دا ډول ژبه چې ده ته منسوبه شوې، ده هېڅکله نه ده کارولې او نه هم دا ډول خبرې لیکي.

بل‌ لور ته د کلیفورنیا والي، ګېوېن نیوسم، هغه انځور خپور کړی چې ویل کېږي ټرمپ یوېخیریه ادارې ته ورکړی و.

همداراز، د کانګرس پخواني غړي، اېډم کنزینګر، لسګونه انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ټرمپ انځورګري خوښوي.