slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


مولوي عتیق الله عزیزی د پرانیستغونډې پر مهال وویل چې د باباجي تاریخي جومات د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت پر مهال د غزني په زاړه ښار کې په دوو پوړونو کې جوړ شوی و.
نوموړي زیاته کړه، چې د جومات بیارغونه د غزني د خلکو او کلتوري فعالانو د غوښتنې له مخې په اساسي ډول ترسره شوې ده او د اسلامي امارت ديني، اسلامي او کلتوري مسؤلیت دی، چې د داسې تاریخي او مذهبي ځایونو ساتنه وکړي.
د عزیزی په وینا، د باباجي تاریخي جومات د ړنګېدو له جدي ګواښ سره مخامخ و، خو د وزارت د رهبرۍ په هڅو او د آغا خان کلتوري بنسټ په همکارۍ د تاریخي سبک او هنري جوړښت په ساتلو سره بېرته ورغول شو.


په همدې مهال د آغا خان کلتوري بنسټ مسوول انجینر فضل کریم احمدي وویل، چې پروژه د جومات د استحکام، بنسټ او بیارغونې په برخه کې عملي شوه، چې په ۱۴ میاشتو کې بشپړه شوه.
د نوموړي په وینا، د یادې پروژې ټول لګښت ۱۵۰ زره امریکایي ډالره دی، چې د آغا خان کلتوري بنسټ له لوري ورکړل شوی دی.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمید الله نثار په معیاري توګه د دغې پروژې د پلې کولو له امله د اغا خان کلتوري بنسټ له مسوولینو د مننې ترڅنګ د یاد بنسټ او اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسوولینو وغوښتل، چې د ولایت د نورو تاریخي آبداتو په بیارغونه کې هم همکارۍ ته دوام ورکړي.
نوموړی وایي، چې د غزني ۳۲ تاریخي آبدې په ۲۰۱۳ کال کې د پخوانۍ ادارې له خوا په غیر مسلکي ډول بیارغول شوې وې، چې یوازې یې د بودیجې د ضایع کولو بڼه لرله.