slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په خوست کې د شنو خونو څښتنان وایي، چې په خوست کې شنې خونې ښه پایله ورکوي. دوی وايي، چې کولای شي د سبزیجاتو په برخه کې د یاد ولایت اړتیاوې پوره کړي

په خوست کې د غنمو او جوارو تر څنګ په اوس وخت کې بزګران د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې، چې ورسره یو شمېر کروندګر وایي؛  د شنو خونو په جوړیدو یې حاصلات ښه شوي او له مسولینو د بازارموندنې غوښتنه کوي.

 دوی وایي؛ که په خوست کې نورې ورته شنې خونې جوړې شي؛ کولای شي چې د سبزیجاتو په برخه کې ددغه ولایت اړتیا پورې کړي.

دوی زیاتوي چې په دغه خونو کې رومي بانجان، تور بانجان او بادرنګ کرلي دي.

بلې  خوا د کرنې او مالدارې ریاست مسؤلین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دا مهال نو شنې‌خونې موجودې دي او روان کال کې هم د شپېتو خونو د جوړېدو پلان لري.

 نوموړی وایي  دوی کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه هم ورکړي.

د زراعت ریاست د مسؤلینو په وینا دوی کروندګرو ته د بازارموندنې په موخه راتلوونکي کې د سړو خونو د جوړولو پلان لري.، چې ورسره به  بزګرانو ته د بازارموندې لپاره ګټورې تمامې شي

راپور: شیرین درمان

#پولیس-راډیو