فلپین کې توپان ۱۱۴کسان وژلي.
د فلیپین خبري اژانس د دغه هېواد د خطر کمولو او طبیعي پېښو مدیریت ملي شورا له قوله ویلي، چې د «کالماګي» په نوم د شدید توپان له امله فلیپین کې ۱۱۴ تنو ژوند بایللی او ۱۲۷ تنه نور لادرکه شوي.
د راپور له مخې، دغه توپان په فلیپین کې د بېمخینې سېلابونو د را وتلو لامل هم شوی او له ۵۴۴ زرو زیاتې کورنۍ یې زیانمنې کړې دي.
بل لوري، د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې اټکل کېږي، دغه توپان نن (پنجشنبه، نومبر ۶مه) د ورځې په پای کې د ویتنام مرکز ته ورسېږي.


