لښکرګاه ښار کې د پاکوالي اته ورځنی کمپاین پیل شو
د هلمند مرکز لښکرګاه ښاروال حافظ صدیق په هدایت، د ښار د پاکوالي او خځلو د انتقال لپاره په ټولو اته ناحیو کې اشر (کمپاین) پیل شو.
د ښاروالۍ د تنظیف مدیر محمد نسيم سحر په وینا، دا کمپاین له اوومې ناحیې پیل شوی، چې یوازې له همدې سیمې ۶۵ موټره کثافات انتقال شوي دي.
د نوموړي په خبره، د هرې ناحیې لپاره ځانګړی موټر ټاکل شوی، چې دوه برابره فعالیت به کوي. دا لړۍ به اته ورځې دوام وکړي او د ښار له بېلابېلو برخو به خځلې وایستل شي.