slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ یې په غزه کې د یوه برید پر مهال د الجزیرې خبریال انس الشریف وژلی دی. د اسراییل پوځ د خپل دې اقدام د توجیه په توګه ویلي چې یاد خبریال د حماس یوې څانګې مشري کوله او د اسراییل د ملکي وګړو او پوځ پر ضد د توغندیزو بریدونو مسؤل و.

د غزې ښار د الشفاء روغتون چارواکي وايي، انس الشریف د خپلو درېیو همکارانو سره یوځای د اسراییل په برید کې وژل شوی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، ۲۸ کلن انس الشریف هغه مهال ووژل شو چې د روغتون د اصلي دروازې مخې ته د خبریالانو پر خیمه ډزې وشوې.

یادې رسنۍ ویلي چې محمد قریقه (خبریال)، ابراهیم ظاهر او محمد نوفل (د دې شبکې انځور او ویډیو اخیستونکي) هم د وژل شویو په ډله کې شامل دي. د الجزیرې په وینا، الشریف د دې شبکې د عربي څانګې له پېژندل شوو خبریالانو څخه و او د شمالي غزې په اړه یې ګڼ شمېر راپورونه جوړ کړي وو.

د الجزیرې شبکه د اسراییل پوځ له لوري د خپلو خبریالانو پر ضد د «تحریکي کمپاین» غندنه کړې ده. په جولای میاشت کې د اسراییل د پوځ ویاند اویخای ادرعي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکې الشریف د حماس د پوځي څانګې غړی بلل شوی و، خو دا ادعا د الجزیرې له خوا په کلکه رد شوې ده.

د راپورونو له مخې، د غزې جګړو له پیل راهیسې تر اوسه له ۲۳۰ څخه ډېر خبریالان وژل شوي دي. د فلسطین د خبریالانو اتحادیه دا ډول پېښې د رسنیو د غلي کولو یوه منظمه هڅه بللې ده.