هلمند کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی جوړېږي
د هلمند ولايت وياند مولوي محمد قاسم رياض وايي چې په دغه ولايت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د ځانګړي فرمان پر اساس د راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی جوړېږي چې د ځمکې د برسۍ کارونه يې هم ترسره شوي دي.
ښاغلی رياض وايي چې په هلمند کې ټاکل شوې کمېټې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۲۱۵ عزم قول اردو او د مهاجرينو زاړه ښارګوټي تر څېرمه د دوه هغو سيمو څخه ليدنه او برسي ترسره کړې چې شايد په ياد ولايت کې به په دغو سيمو کې د کډوالو لپاره پرې ښارګوټی جوړ شي.