په کندهار ولایت کې د انصاري ورزشي لوبغالي د نوې جمنازیوم پرانیستغونډه ترسره شوه
د کندهار ولایت په درېیمه ناحیه کې د انصاري ورزشي لوبغالي تر نامه لاندې یو نوی، عصري جمنازیوم د سیالیو لپاره چمتو شو، چې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شو. دغه ورزشي مرکز د سید احمد (صمیمي) له خوا په شخصي لګښت جوړ شوی او هدف یې د سیمې د ورزشي کچې لوړول او د ځوانانو د سالمو فعالیتونو ملاتړ دی.
د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار د سپورت او بدني روزنې رئیس محترم محمود آغا بشر، د کندهار د فوټبال فدراسیون اداري مدیر، د فوتسال کمېټې مسؤل، د جمنازیومونو او فوټبال لوبغالو چارواکي، ملي تجار، او ګڼ شمېر د ورزش مینهوالو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، د جمنازیوم مؤسس د ټولو مینهوالو تود هرکلی وکړ او د فوټبال او فوتسال لوبغاړو ته یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ. نوموړي ټینګار وکړ چې د ځوانانو استعداد ته وده ورکول، د ده له مهمو موخو څخه دی.
همداراز، د فوټبال فدراسیون فوتسال کمېټې هم د دغه ګام ستاینه وکړه او د دوامداره همکاریو ژمنه یې وکړه.
د پرانیستې په مناسبت، د فوتسال B کټیګورۍ ۳۴ لوبډلو ترمنځ د سیالیو قرعهکشي هم ترسره شوه. ټاکل شوې چې یادې سیالۍ د "نیترو انرژي" شرکت په مالي ملاتړ، په بشپړ ډول وړیا ترسره شي.
په پای کې، هغو اشخاصو ته چې د ورزش په برخه کې یې پام وړ هڅې کړې وې، ستاینلیکونه او دودیزې پګړۍ ورکړل شوې، تر څو د هغوی هڅې ولمانځل شي او نورو ته هم د هڅونې پیغام ورکړل شي.