slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړپوړو استازو ترمنځ پنځه‌ساعته مذاکرات د اوکراین د جګړې د حل لپاره د احتمالي سولې پر طرحه پرته له هر ډول وروستي پایلې پای ته رسېدلي دي.

تېره شپه په کرملین کې د ترسره شوې ناستې مشري د پوتین له لوري شوې وه او د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او مل پلاوي په کې ګډون کړی و. دغه خبرې اترې تر نیمې شپې پورې وغځېدې، خو له اوږدو بحثونو سره سره کوم ګډ دریځ یا عملي پایله ترې ونه ووتله.

د کرملین د بهرني سیاست لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف د ناستې له ختمېدو وروسته خبریالانو ته ویلي چې تر دې دمه د سولې پر طرحه هېڅ ډول مصالحه نه ده رامنځته شوې او لا ډېر کار ته اړتیا ده. د ده په وینا، پوتین په خبرو کې د امریکایی لوري ځینې وړاندیزونه رد کړي دي.

اوشاکوف زیاته کړې چې اوس مهال د پوتین او ټرمپ د مخامخ لیدنې پلان نه شته، خو د مسکو او واشنګټن ترمنځ د خبرو جریان یې «رغنده» بللی او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري د اقتصادي همکاریو لپاره «ستر فرصتونه» ویني.

له بلې خوا اسټیو ویټکاف د خبرو له پای وروسته د مسکو په امریکا سفارت تللی تر څو سپینې ماڼۍ ته د خپل سفر او مذاکراتو مفصل راپور وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي چې د دوبلین په سفر کې دی، ویلي چې د سولې بهیر راتلونکی په مستقیم ډول د مسکو په چلند پورې تړلی دی. هغه اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې خپله جدي لېوالتیا له لاسه ورکړي، که چېرې روسیه په خبرو کې انعطاف و نه ښيي.

د مسکو او واشنګټن ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین جګړه درېیم کال ته ننوتې او نړیوالې هڅې د اوربند او سیاسي حل لپاره لا هم بې‌پایلې روانې دي.