slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

رویټرز خبري اژانس د غزې د روغتیايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د خان‌یونس په ښار کې د اسراییلي ځواکونو د ټانکونو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د ډاکټرانو په وینا، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی او ښايي د وژل شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

د غزې روغتیا وزارت زیاته کړې، چې ټپیان ناصر روغتون ته لېږدول شوي او د ګڼې‌ګوڼې له امله د اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

اسراییلي پوځ لاتر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.