د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیس راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې بلخ ولايت کې ۳۰ تنه روږدي له خپلو کورنيو سره یوځای شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د بلخ ولایت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له خوا ۳۰ تنه روږدي- چې مخکې د یاد ولایت له مختلفو سیمو څخه را ټول شوي وو- له درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
یاد کسان موده وړاندې د همدې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لورې ټول شوي وو، چې له درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.