slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

له خوسته خبر دی، چې د  دې  ولایت ټنیو ولسوالۍ اړوند د ګوښې په سیمه کې باغوانان وایي چې شل زره د بادامو ونې یې کینولي او اوس په حاصلاتو راغلي.
دوی زیاتوي که د خوست کرني ریاست ورسره د درملو په برخه کې مرسته وکړي نو ډېری باغدران به د بادامو نیالګي کینوي
په خوست کې د بادامو دا ونې له پنځو کالونو وروسته په حاصلاتو راغلي. دوی وایي که  زراعت ریاست مسؤلین ورسره د درملو په برخه کې همکاري وکړي کېنول شوي نیالګي به یې له ناروغيو وژغورل شي او په خبره يې  نور باغدران به هم په دغه ولایت کې د بادامو کینولو ته زړه ښه کړي.

خوست کې د بادامو تر څنګ په غرنيو سيمو کې جلغوزي او چهارنغزو ښه ناتيجه ورکړې او هر کال له ولسي خلک له دې لارې لکونه افغانۍ عوايد تر لاسه کوي.