د کاناډا حکومت تېره ورځ(جمعه، د لیندۍ ۱۴مه) سوریې نوم یې له هغه نوملړ څخه ایستلې چې پکې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو بهرنيو دولتونو نومونه شامل و، او ورسره د حیات تحریرالشام نوم یې هم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې کړی دی.
کاناډا په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «دا ګامونه د کاناډا د متحدینو لکه د بریتانیا او متحده ایالاتو له وروستیو پرېکړو سره سمون لري او د سوریې د انتقالي حکومت هغو هڅو ته په کتو اخیستل شوي چې موخه یې د سوریې ثبات، د خلکو لپاره یو ټولشموله او خوندي راتلونکي جوړول او له نړیوالو شریکانو سره په ګډه د سیمې ثبات پیاوړي کول او د ترهګرۍ مخنیوی دی.»
باید وویل شي چې حیات تحریرالشام د سوریې د پخواني ولسمشر بشاراسد د پرځولو په برخه کې یې د وسلهوالو په ایتلاف کې مخکښ رول درلود.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې امریکا هم د سوریې له نوي مشر سره د کتنې پر مهال ژمنه کړې چې پر دغه هېواد به شته بندیزونه لرې کړي. له دې سره د سعودي عربستان هېواد هم د سوریې بیا رغونې او پرمختګ لپاره رغنده رول لوبولو ژمنې کړي دي.


