له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست؛ په کابل ښار کې له شهید څلور لارې تر قصبې د غځېدلي سړک له چارو څارنه وشوه
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، مسلکي او تخنیکي ټیم یې د کابل ښار پنځلسمې ناحیې اړوند د شهید څلور لارې تر قصبې سړک پورې د غېدلي سړک تخنیکي ارزونه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاده چاره د پڼځلسمې ناحیې له مسؤلینو سره په همغږۍ ترسره شوه.
نوموړی وایي، دغه سړک چې ۴۵ متره پلنوالی او ۱۸۶۵ متره اوږدوالی لري، د ښار یوه مهمه ترافیکي لاره ده، خو ارزونه یې ښيي چې یو شمېر تخنیکي نیمګړتیاوې لري چې د خلکو تګ راتګ او ترافیکي نظم به له ستونزو سره مخامخ کړي.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، په یاد سړک کې د ترافیکي نښو، په خطرناکو پېچونو کې د خبرداري نښو، د هوایي پُل، او د تم ځایونو نشتوالی، هغه نیمګړتیاوې دي چې د پېښو او زیانونو د رامنځته کېدو ګواښ به زیات کړي.
هغه وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له خوا د یاد سړک د ارزونې په پایله کې ځینې سپارښتنې وشوې چې باید اړوندې ادارې یې عملي کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تمه لري، چې دا اصلاحات به نه یوازې د ترافیکي پېښو مخنیوی وکړي، بلکې د ښاري نظم د پیاوړتیا لامل به هم وګرځي.