slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د «نمبر۱» لویې لارې په اوږدو کې ترافیکې پېښې څلور کسان وژلي.

د فاریاب  امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول مولوي عبدالله مرادي پولیس راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې وویل چې پرون (چهارشنبه) مازدیګر یو «ویټز» موټر د نمبر۱ لویې لارې په اوږدو کې د دولت‌ابا ولسوالۍ اړوند په «ځنګل» سیمه کې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی، په پایله کې د ویټز په موټر کې سپرو څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې یاد موټر له اندخوی څخه د میمنې ښار پر لور او باروړونکی موټر له میمنې اندخوی ته په حرکت کې و چې د ځنګل امنیتي پوستې ته نږدې یې له یو بل سره ټکر کړی دی.

نوموړي له ټولو موټرچلوونکو غوښتي څو ترافیکي مقررات په جدي ډول مراعات کړي او له حد ډېر سرعت څخه ډډه وکړي.