slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په کابل کې د روسيې سفیر دیمیتري ژیرنوف داسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره په ليدنه کې د روسیې د سترې محکمې هغه تصمیم رسماً ښکاره کړ، چې له مخې یې د اسلامي امارت ټول چارواکي د ياد هېواد له تور لېست څخه وویستل شول.  د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د روسيې د دې ګام هرکلی او ستاينه کړې او دا يې له دې هېواد سره په اړيکو کې د پام وړ پرمختګ بللی دی. نوموړي ویلي: «په دې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینې پاتې خنډ هم له منځه ولاړ.»