په بادغیس کې ځايي اوسېدونکو د امیرالمومنین حفظه الله د وروستي فرمان هرکلی او قدردانی کړی، چې د ناسمو رواجونو په اړه خپره شوې.
د امیرالمومنین حفظه الله هغه فرمان؛ چې پر بنسټ یې ناسم رواجونه باطل اعلان شوي؛ د بادغیس اوسېدونکو یې تود هرکلی کړی دی. د دې فرمان پر اساس ټاکل شوې، چې نور په ودونو او فاتحو کې هغه کړنې منع دي، چې د شریعت له مخې کوم بنسټ نه لري.
یاد فرمان چې په ټوله کې یې لنډیز په ټولنه کې د ناسمو رواجونو منع اعلانول دي، د بادغبس د مختلفو اقشارو له لورې یې هرکلی شوی او دا یې د ټولنې په خیر بللې ده، په خاصه توګه د دې فرمان پر وړاندې ځوانانو ډېره خوښي څرګنده کړې.
د یادولو ده چې له بادغیس پرته په نورو ولایاتو کې هم له یاد فرمانه تود هرکلی کړی دی. ورته مهال په ټولنیزو رسنیو هم یاد فرمان د بحث ګرمه موضوع ده.