slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت وياند د امريکا د خزانې وزارت له لوري په خپلو دوو چارواکو تازه بنديزونه په کلکه غندلي دي.ذبيح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه ليکلي: (د امريکا د خزانې وزارت له لوري د اسلامي امارت په دوو مسئولينو شېخ فريدالدين محمود او شېخ محمد خالد حنفي د بنديز اقدام غندو). مجاهد زياته کړې، چې د فشارونو اعمال او تحريمونو وضع کول د هېڅ ستونزې حل نه دی او سره له دې، چې امريکا د داسې ناکامو اقداماتو مخينه لري بايد نور يې ناکامه تجربې نه تکرارولای.د افغانستان د حکومت وياند همدارنګه ويلي، په داسې حال کې، چې په خپله امريکا له اسرائيلو څخه د ملاتړ په دليل د بشر حقوقو په سترو ناقضينو کې قرار لري، پر نورو خلکو د بشر د حقوقو د نقض تور پورې کول او بيا بنديز پرې لګول غير موجه او غير منطقي دي.