ملګري ملتونه د بودجې کمښت له امله په نهو هېوادونو کې د خپلو سوله ساتو ځواکونو شمېر کموي.
ملګرو ملتونو تازه ویلي چې د بودجې کمښت له کبله به په راتلونکو میاشتو کې په نهو هېوادونو کې د خپلو سوله ساتو ځواکونو شمېر ۲۵ سلنه راکم کړي.
د دې کمښت له مخې شاوخوا ۱۴ زره کسان له ماموریتونو لرې کېږي چې په دې شمېر کې پولیس او ملکي کارکوونکي شامل دي.
ملګري ملتونه وايي، چې دا پرېکړه د امریکا لهخوا د بودجې د نه ورکړې او مالي سرچینو د کموالي په نتیجه کې شوې ده. دغه کمښت د هغو هېوادونو د سوله ساتو ماموریتونو پر فعالیتونو هم اغېز کولی شي او د نړیوال امنیت ساتنې لپاره د ننګونې په توګه ګڼل کېږي.