slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د غزني ولایت په روضې کوتل سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لاره د ۵۸۰ او پاسو موټرو د ټکر په پایله کې شپږ کسان مړه او یو تن نور ټپي شوی دی.

د غزني د والي ویاند عزت‌الله سعیدي وایي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې له کندهار څخه کابل ته روان ۵۸۰ موټر له یو پاسو موټر سره وجنګېد. د نوموړي په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د ټکر له امله پاسو موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

یاده دې وي چې پرون هم د غزني په واغظ او آب بند ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او څلور تنه نور ټپیان شوي وو. څو ورځې وړاندې بیا د همدې لویې لارې پر سر په دوو جلا پېښو کې ګڼو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د ترافیکي پېښو د زیاتوالي په تړاو مسوولین وایي چې د دې پېښو عمده لاملونه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د خرابو سړکونو شتون، چټک تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول دي.