slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسراییل او لبنان ډیپلوماټانو تر ۱۹۹۳کال وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا په منځګړیتوب په مستقیمه توګه په یوې ناسته کې سره ولیدل؛ د یادې ناستې موخه د سرحدي تاوتریخوالي کمول او د سویلي لبنان د ثبات لپاره د اقتصادي همکارۍ ارزونه وه.

دغه ناسته د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله په ناقوره سیمه کې جوړه شوې وه. د اکسیوس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ډونالډ ټرمپ ادارې د تېرو نهو میاشتو په لړ کې د دغه ډول ناستې جوړېدو لپاره هڅې کړې وې.

دغه ناسته نږدې دوه اونۍ وروسته له هغې وشوه، چې اسراییل پر بیروت په یوه هوايي برید کې د حزب الله جګپوړی پوځي قوماندان هیثم علي طباطبایي وواژه.