slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

شیرعلي "جندالله" په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د پکتیا ولایت د نوي امنیه قومندان په توګه رسماً وپېژندل شو.

دغه مراسم د پکتیا امنیه قوماندانۍ د غونډو په تالار کې وشول، چې د پکتیا مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله "صلاح الدین"، د یادې قوماندانۍ لوړ پوړو مسؤلینو، د ۱۴ ولسوالیو امنیه قومندانانو، د حوزو آمرینو، له کابل څخه راغلو چارواکو، علماوو او ګڼ شمېر پرسونل پکې ګډون کړی و.

په پیل کې د پکتیا مرستیال والي د پخواني امنیه قومندان مولوي محمد عمر "مخلص" څلور کلن مدیریت او رهبري وستایله او له نوي قومندان څخه یې د لا زیاتو خدمتونو هیله وکړه.

وروسته د کابل څخه راغلو مسؤلینو د اطاعت او وحدت پر اهمیت خبرې وکړې او د پخواني قومندان کړنې یې وستایلې. هغوی نوي امنیه قومندان ته د بریا دعا وکړه.

پخواني امنیه قومندان محمد عمر "مخلص" هم په خپلو خبرو کې د مسؤلینو له ملاتړ مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې بدلون او تبدیل د اسلامي امارت یو اساسي اصل دی او بریا د اطاعت او وحدت په دوام کې نغښتې ده.