هلمند کې له ۱۰۰ زیاتې غیرقانوني وسلې او پوځي تجهیزات نیول شوي دي
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد مدیریت مسوولین وایي، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د کشفي معلوماتو پر بنسټ په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۰۵ مېله بېلابېلې غیرقانوني وسلې او نظامي تجهیزات نیولي دي.
د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر مولوي سید ولي سعید وايي، چې د نیول شویو وسلو له ډلې ۶۳ مېله توپنچې، ۱۴ مېله کلاشینکوفونه، ۳ مېله ثقيل وسله، ۳ مېله M4، ۱۲ مېله بلازن، ۵ مېله کمرشکن، ۱ میل کاربین، ۱ میل پپشه، ۱ میل ملیشهیي توپک، ۱ راکټانداز، یو میل خفیف وسله او شاوخوا ۳۰۰۰ د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.
ښاغلي سعید زیاته کړه، چې یادې وسلې له یو شمېر کسانو سره یو ځای نیول شوې، چې غوښتل یې دا وسلې په غیرقانوني ډول له ځان سره وګرځوي. د نیول شویو کسانو دوسیې بشپړې شوې او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
هغه له هلمند مېشتو ملي سوداګرو، مخورو او عامو خلکو څخه وغوښتل چې د ځان ساتنې لپاره د وسلو د ګرځولو په صورت کې باید د کورنیو چارو وزارت اړوند DYAK پروګرام له لارې قانوني جوازونه ترلاسه کړي.
د ترهګرۍ ضد مدیریت چارواکي وایي، چې له دې وړاندې یې هم ګڼ شمېر غیرقانوني وسلې نیولې دي، او ژمن دي چې د وسلو د قاچاق او غیرقانوني ګرځونې پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.