slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د پلان شوي چک‌پاینټ پر مهال د نشه‌يي توکو د قاچاق یوه هڅه ناکامه کړه او نږدې ۱۸ کیلوګرامه چرس یې کشف او ضبط کړل.

د امنیتي چارواکو په وینا، یاد توکي په خورا ماهرانه ډول په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو. د قاچاق په تور پنځه تنه تورن کسان هم نیول شوي چې دوسیې به یې تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

امنیه قومانداني ټینګار کوي چې د نشه‌يي توکو د قاچاق، خپرېدو، کرکیلې او استعمال پر وړاندې مبارزه یې له اساسي لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې به خپلې هڅې دوامداره وساتي.