slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د لارموندنې سیالیو پایلوبه د کندز د "پیروزي" او د کندهار د "اتفاق خانزاده" لوبډلو ترمنځ په کندز ولایت کې ترسره شوه. دغه سیالي له ډېر هیجان وروسته د ۱–۱ په مساوي پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې د کندز امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله سیف الله، د امنیتي چارو مرستیال الحاج مولوي محمد رحیم ذوالفقار، سلګونه ځوانان او د فوټبال مینه‌وال حاضر وو.

د پایلو له مخې د کندز "پیروزي" لوبډلې د ۱۰ امتیازونو په ګټلو سره دوهم مقام خپل کړ، او د هرات "شمس کولا" لوبډله درېیم مقام ته ورسېده.

یادې سیالۍ د هېواد د شپږو زونونو ترمنځ ترسره شوې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو د امنیتي ځواکونو له هڅو او د سیالیو د خوندیتوب لپاره د کندز امنیه قوماندانۍ نه ځانګړې مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې ټولې سیالۍ د بشپړ امنیت په فضا کې ترسره شوې.