ټایوان کې سختو د سختو ورښتونو له امله وتلو سېلابونو ځايي اوسېدونکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي.
ټایوان کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د یوه کال په اندازه باران شوی، چې له
امله یې سېلابونه راوتلي او په ګڼو ځایونو کې ځمکې هم ښویېدلې دي. د دغه
پېښو له امله تر دې دمه څلور کسان مړه شوي، ۷ ټپیان دي او تر۵۹۰۰ ډېر کسان د
خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د دغه سېلابونو له امله لارې هم بندې شوې دي او په کاوشیونګ او پينګتونګ کې ډېر خلک بند پاتې دي.
د ټایوان په سوېلي غرنیو سیمو کې تر ۲.۶ مترو ډېر باران ورېدلی؛ په داسې حال کې چې د ټایوان د باران کلنۍ کچه بیا شاوخوا ۲.۱ متره ښودل شوې ده.