د کابل ولایت نوی مرستیال والي رسماً مسولینو ته وپېژندل شو.
د کابل ولایت لپاره نوی مرستیال والي، الحاج مولوي قدرتالله «امیني»، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د ولایت مقام مسوولینو او کارکوونکو ته وروپیژندل شو.
یاده غونډه د کابل والي، الحاج ملا امینالله «عبید»، په مشرۍ د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې پکې د کورنیو چارو وزارت لپاره نوی امنیتي مشاور او د کابل پخوانی مرستیال والي، الحاج ملا محمد یونس «مخلص»، د ولایت د دفتر رئیس، الحاج مولوي محمد نور خلیل، ولسوالانو، د دوهمو واحدونو رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې کابل والي، الحاج ملا امینالله «عبید»، د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د پخواني مرستیال والي ښې کړنې یې وستایلې او د ښاغلي مخلص لپاره یې په نوي مسؤولیت کې د بریا دعا وکړه.
نوموړي د نوي مرستیال والي، الحاج مولوي قدرتالله «امیني»، لپاره د بریاوو هیله وکړه او د ولایت مقام له ټولو مسوولینو او کارکوونکو یې وغوښتل، چې له نوموړي سره پوره همکاري وکړي.
په پای کې نوی مرستیال والي، الحاج مولوي قدرتالله «امیني»، د ولایت مقام د رهبري له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ولایت د چارو پرمختګ او د ولسونو د خدمت لپاره به په پوره ایماندارۍ هڅې وکړي.