د هلمند امنیتي ځواکونو د یو لړ کشفي عملیاتو په پایله زیاته پیمانه نشهيي توکي نیولي دي.
د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت منسوبینو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د لښکرګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو په کچه پراخ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې په زیاته اندازه نشهيي توکي کشف او نیول شوي دي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې نږدې ۵۱۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي ضبط شوي، چې په کې ۱۰ ګرامه ښيښه، ۷۰ ګرامه کیفینه، ۹ ګرامه تریاک، ۱۱۰ کیلوګرامه خټه، ۱۱۰۰ کیلوګرامه سوډا او ۳۸۰۰ کیلوګرامه اهاک شامل دي.
امنیتي سرچینې زیاتوي، د یادو نشهيي توکو په تړاو درې تنه تورن کسان نیول شوي، چې د دوسیو تر بشړېدنې وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت همدارنګه ویلي، چې د عملیاتو پر مهال ۲۰ تنه د نشهيي توکو روږدي کسان هم نیول شوي او د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
مسوولین ټینګار کوي، چې د نشهيي توکو د قاچاق، پلور او تولید پر وړاندې به جدي مبارزه دوام ولري، څو د دې ناوړې پدیدې مخه په بشپړ ډول ونیول شي.