د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دې د معین او ورسره مله پلاوي په قطر کې د دې هېواد له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ پلاوي، چې څو ورځې وړاندې یې قطر هېواد ته د رسمي بلنې په ترڅ کې سفر کړی و، د سفر په لړ کې د قطر هیواد د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي ادارې له مشر طارد علی او د پولیسو عمومي اکاډمۍ له مرستیال فهد سعید او د یادو عمومي ادارو یو شمیر نورو مسؤلینو سره، په داسې حال کې لیدنې کړې دي، چې په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر، ښاغلی سهیل شاهین صاحب هم ګډون درلود.
په دې لیدنو کې، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د قطر د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي ادارې له مشر سره د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، کنټرول او مخنیوي ترڅنګ د روږدو کسانو د درملنې، حمایې او نورو اړوندو مسایلو په اړه مهم او ارزښتناک بحثونه وکړل، دواړو لوریو د دې شومې پدیدې د مخنیوي او کنټرول لپاره د لا زیاتو همکاریو او ګډو هڅو ترڅنګ، د پولیسو د عمومي ادارې له خوا هم تللي پلاوي ته د پولیسو د مسلکي روزنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ور کړل شو.