ننګرهار کې پر نشه یي توکو روږدي ۱۴۳ تنه راټول او د درملنۍ په موخه کابل ته ولیږدول شول.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه په نشه یي توکو روږدي ۱۴۳ تنه راټول او د درملنۍ په موخه یې د کابل امید روغتون ته ولیږدول.
پر نشه یي توکو روږدې دغه کسان به تر هغې په یاد روغتون کې تر درملنۍ لاندې وي، څو روغتیایي حالت یې په بشپړ ډول د ډاډ وړ شي او بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.