د ګمرک کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه هرات کې روزنیز سیمینار پیل شو
د ماليې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکېډمۍ له تدريسي پلان سره سم، د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات ولایتونو د ګمرک ۳۰ تنو کارکوونکو لپاره يو مياشتنی روزنيز سيمينار د هرات ګمرک د کنفرانسونو په تالار کې پیل شو
په دې روزنيز پروګرام کې به ګډونوالو ته د ګمرکونو قانون، ګمرکي طرزالعملونه، د بېلابېلو برخو د دندو لايحه، د وارداتي توکو د پروسې څرنګوالی، مالياتي کوډونه، د ارزونې میتودونه، د اعلان او (T1) فورمونو تشريح، او نور اړوند مهم موضوعات په عملي او نظري ډول ور وښودل شي.
د ماليې وزارت چارواکي وايي، دا ډول پروګرامونه نه يوازې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لوړوي، بلکې د ګمرکي چارو د لا شفافيت، چټکتیا او اغېزمنتیا سبب هم ګرځي.