slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي محمد ولي محسن وايي، د غصب مخنیوي او استرداد مرکزي کمېسیون او ځانګړې محکمې د حکم له مخې د ننګرهار په بېلابېلو برخو کې ټول‌ ټال ۱۶ سوه ۳۹ جریبه دولتي ځمکه د غصب څخه خلاصه شوې ده.
ښاغلی محسن زیاتوي، چې د تخنیکي پلاوي لخوا په استرداد شوو ځمکو کې د غاصبینو لخوا جوړې شوې ودانۍ نړول شوي او یو شمېر غاصبین هم د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
#پولیس_راډیو