خوست ښار کې د نرخلوړونې امله اته درملتونونه وتړل شول
د خوست ولایت د نرخونو د کنټرول او د احتکار مخنیوي کمېسیون د څارنې په لړ کې په خوست ښار کې اته درملتونونه، چې له ټاکلي نرخ څخه یې په لوړه بیه دوا او درمل پلورل، تر امر ثاني پورې وتړل شول.
یاد کمېسیون مسوولینو وویل، چې د خلکو د ژوند اړوند اړتیاوو کې هر ډول نرخلوړونه او احتکار د منلو وړ نه دی او د دې کار مخنیوي لپاره به جدي اقدامات روان وي.
د ياد کميسيون مسولين له ټولو سوداګرو، دوکاندارانو او د درملتونونو خاوندانو څخه غوښتنه کوي، د نرخونو مراعات وکړي، او پير او پلور د شرعي اصولو په رڼا کې ترسره کړي، ګنې د جدي قانوني چلند سره به مخ شي، چې بیا د هيڅ شکايت حق نه لري.