slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 بلوچستان د کویټې ښار سریاب سیمه کې د سې‌شنبې په شپه شاهواني لوبغالي ته نږدې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د ځایي پولیسو په وینا، د پنځو ټپیانو حالت نازک دی.

پولیسو ویلي، د لومړنیو معلوماتو پر اساس پېښه ځانمرګۍ برید و، خو د واقعې د دقیقو شرايطو معلومولو لپاره پلټنې لا هم روانې دي.