slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په افغانستان کې د جاپان سفارت د زلزله‌ځپلو کورنیو ملاتړ لپاره د یو میلیون ډالرو په ارزښت مرسته اعلان کړې ده.

دغه مرسته به د خوړو  نړۍوال پروګرام (WFP) او  سره صلیب نړۍوال فډراسیون (IFRC) له لارې تر اړمنو کورنیو پورې ورسېږي. 

د جاپان سفارت په وینا، دا مرسته د ختیځ افغانستان د هغو سیمو لپاره ځانګړې شوې چې د وروستۍ زلزلې له امله یې درانه مالي او انساني زیانونه لیدلي دي.

یادې مرستې د بېړنیو لومړنیو مرستو په توګه یادې شوې او سفارت ټینګار کړی چې جاپان به له افغانانو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.