خبرونه امنیت
-
د غزني امنیې قوماندانۍ وايي چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یو درې کلن ماشوم ـ چې د کابل له پل محمود خان سیمې څخه وړمه شپه تښتول شوی و ـ په غزني ولایت کې په ځانګړو عملیاتو کې ژغورلی دی.
-
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د ورجینیا په وینزبورو ښار کې یې د جانشاه ساپي په نوم یو افغان تبعه د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. چارواکي وايي، نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن د «متحدینو هرکلی» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی و.
-
- 1404/09/12
تاجکستان له افغانستان سره د پولې وضعیت خرابېدو وروسته، له روسیې او د ټولیز امنیت تړون له سازمان سره د ګډ څار او ګډو ګزمو د پيل لپاره خبرې پیل کړي دي.
-
مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړپوړو استازو ترمنځ پنځهساعته مذاکرات د اوکراین د جګړې د حل لپاره د احتمالي سولې پر طرحه پرته له هر ډول وروستي پایلې پای ته رسېدلي دي.
-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پر اړه د جو بایډن پخوانۍ تګلاره یو ځل بیا په کلکه وغندله او ادعا یې وکړه چې په تېرو کلونو کې امریکا ته داسې کسان لېږدول شوي چې هلته د اوسېدو وړتیا نه لرله.
-
د امریکا پولیسو ویلي چې د جمعې په ورځ د کلفرونیا ایالت د سنخوزه ښار په یوه سوداګریز مرکز کې ډزې شوې دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي. اسویشیټېډ اژانس یو راپور کې لیکلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د لګېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.
-
د راپورونو له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې برید د هغه افغان له خوا ترسره شوی چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته انتقال شوی و. د بریدګر هویت «رحمن الله لکڼوال» ښودل شوی او ویل کېږي چې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
-
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د پاکستان له لوري په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ترسره شویو هوایي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
-
د امریکا او وینزویلا ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، روسي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا یوه ستره بمغورځونکې الوتکه B-52 د وینزویلا فضايي حریم ته نږدې الوتلې ده.
-
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان پر ځينو سیمو د نویو هوايي بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې لس ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.


