څلورو ولایتونو کې د نشه يي توکو د خرڅلاو، او انتقال په تړاو ۷ کسان نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو لخوا د هېواد په څلورو ولایتونو پروان، بلخ، سمنګان او خوست کې ۷ کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو، او انتقال په تړاو نیول شوي دي، چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه ۱.۱۶۴ کیلوګرامه شیشه، ۱.۵۱۲ کیلوګرامه چرس، څه اندازه تریاک، شیشه او ۱۰۰۵ عدده نشه يي ګولۍ ترلاسه شوي دي